پرمختګ او بشپړتیا
په كابل او باميانو كې د پوليسو روزنيز ښوونځي جوړيږي
چارواكو د ۱۵ ميليونه يورو په ارزښت د يوه تړون د لاسليكولو پرمهال وويل:
په كابل كې د ۷ ميليون يورو پرلگښت د پوليسو يو روزنيز ښوونځى او پردې ښوونځي سربېره په باميانو كې د ښځينه پوليسو لپاره هم د ۴ ميليون يورو پر لگښت يو روزنيز مركز جوړيږي.
د دوى په وينا:
د دغو دواړو ودانيو د جوړولو چارې به تر راتلونكيو ۱۸ مياشتو بشپړې او گټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د افغاانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانگړي استازي او د پلاوي مشر ويگادس اوشاڅكس وايي:
تر راتلونكيو درې كلونو په بېلابېلو برخو كې د افغانستان لپاره ۶۰۰ ميليون يورو ځانگړي شوي دي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزرات اداري معين ميرزا محمد يارمند، د افغاانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانگړي استازي او د پلاوي مشر ويگادس اوشاڅكس او د مهاجرينو د نړيوال سازمان لوړپوړي عملياتي مسوول او سرپرست خوسۍ ايوان دوالوس د سې شنبې په ورځ(د تلې په ۲۶) د ۱۵ ميليونه يورو په ارزښت يو تړون لاليك كړ.
د چارواكو په وينا:
پر روزنيزو مركزونو سر بېره درې ميليون نورې يورو به د پوليسو د ظرفيت جوړونې په برخه كې لگول كيږي.
د كورنيو چارو وزارت اداري معين ميرزا محمد يارمند د دغه تړون د لاسليكولو پر مهال د پوليسو لپاره د دغو مركزونو جوړول اړين وبلل او زياته يې كړه، چې:
دا به د پوليسو د مسلكي توب او ظرفيت لوړولو په برخه كې د پام وړ رول ولوبوي.
د اروپايي ټولنې ځانگړي استازي او د پلاوي مشر ويگادس اوشاڅكس وويل، چې:
اروپايي ټولنې ۱۵۰ ميليون يورو په افغانستان كې د پوليسو د روزنې او ظرفيت لوړونې لپاره ځانگړي كړي، چې د ۲۰۱۲ع كال ترپايه به ولگول شي.
نوموړى وايي، چې اروپايي ټولنه به له افغانستان سره د اوږد مهال لپاره خپلو مرستو ته دوام وركوي.