پرمختګ او بشپړتیا
په كابل او بغلان كې شپږ غيرقانوني مخابراتي دستگاوې نيول شوي
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت وايي:
په كابل او بغلان ولايتونو كې يې شپږ داسې مخابراتي دستگاوې او سيم بكسونه نيولي، چې په غيرقانوني توگه يې فعاليت كاوه.
د دغه وزارت مرستيال وايي، چې دې دستگاوو د بېلابېلو مخابراتي كمپنيو له سيمكارتونو استفاده كوله او ښايي په ناقانونه كړنو كې هم ترې كاراخيستل شوى وي.
د دغه وزارت چارواكي دغه راز وايي، چې:
په نژدې راتلونكې كې به د واټونو پرسر د سيم كارتونو د غير قانوني پلورلو مخه ونيسي .
د مخابراتواو معلوماتي تكنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظيم اداره يا اترا وايي، چې د غيرقانوني مخابراتي دستگاوو د نيولو په لړكې يې دا ځل د ۲۰۰ زره ډالرو په ارزښت شپږ داسې دستگاوې نيولي، چې په غير قانوني توگه يې فعاليت كاوه .
د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې رييس خيرمحمد فيضي وايي، چې:
له نيول شويو دستگاوو او سيم بكسونو څخه درې په كابل كې د مخابراتي كمپنيو له سلگونو سيمكارتونو سره يوځاى نيول شوي او يو ايرانى، چې په دې كار كې يې لاس درلود پر تېښته بريالى شوى دى.
هغه وايي داسې ښكاري چې دې دستګاوو له درې كلونو راپه دې خوا فعاليت كړى دى . فيضي دغه رازوايي، چې دې ته ورته درې نورې دستگاوې او سيم بكسونه يې په بغلان كې نيولې او په تور يې يو پاكستانى هم نيول شوى دى .
د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت وايي، چې د غير قانوني مخابراتي دستگاوو د فعالولو او درلودو په تور يې تراوسه ۱۲ تنه عدلي ارگانونونو ته معرفي كړي او محاكمه شوي هم دي.
د مخابراتو وزارت وايي، چې له مخابراتي شركتونو سره په گډه په پام كې لري، چې د واټونو پرسر د سيم كارتونو د غير قانوني پلورلو مخه ونيسي، چې په دې برخه كې د ستونزو مخه ونيول شي .
