سیمه ییز خبرونه
په كابل سيند كې د ماشومانو دوه مړي وموندل شول
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
له طبيعي پېښو سره د مبارزې ډله وايي:
په كابل سيند كې د ماشومانو دوه مړي له موندنې وروسته راوويستل شول. دا دوه ماشومان يوه اوونۍ وړاندې د لوبو پر مهال سيند ته لويدلي او ورك شوي ول.
په كابل كې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس رحيم الله رحيمي وايي:
له طبيعي پېښو سره د ژغورنې ډلې وكولى شول، چې په كابل سيند كې ورك شوي ماشومان پيدا او له اوبو راوباسي.
د كابل سيند د غاړې اوسيدونكي وايي، چې حكومت د دې سيند په غاړو كې زيانمنې برخې نه دي رغولي، چې له كبله يې د اوبو په ډېريدو يو شمېر ماشومان د مرگ له خطر سره مخ كيږي.
په كابل كې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس رحيم الله رحيمي څرگنده كړې، چې:
د كابل سيند د اوبو د ډېريدو پر مهال مو د زيانونو د مخنيوي لپاره كاري پلان د كار لاندې نيولى دى.