سیمه ییز خبرونه
په كابل كې، ځوانان د سوداگرۍ په لور نړيواله ټولنه را منځته شوه
ځوانان د سوداگرۍ په لور ټولنه د نړيوالو محصلينو د ټولنې يا آيسيك له خوا جوړه شوې او موخه يې د افغانستان د سوداگريزو او ټولنيزو رهبرانو او ځوانانو تر منځ د تفاهم را منځته كول بلل شوي دي.
ځوانان د سودگرۍ په لور د ټولنې مشر احمد الله موج وايي:
آيسيك، چې د ځوانانو يوه لويه نړيواله شبكه ده په ۱۲۴ هېوادونو كې شاوخوا نوي زره رضاكار غړي لري، چې په لومړي ځل يې په افغانستان كې، ځوانان د سوداگرۍ په لور نومې ټولنه جوړه كړه.
د كابل پوهتون استاد حبيب الله حبيب وايي:
د دې ټولنې ځوانان د افغانستان پر اقتصادي مسايلو بحث كوي او ځوانانو ته د كار د زمينې د برابرولو، له منابعو څخه د گتې پورته كولو او د يو پياوړي اقتصادي نظام د رامنځته كيدو غوښتونكي دي.
د دغې ټولنې برخوال له دولت څخه غواړي، چې پر ځوانانو لا زياته پانگونه وكړي او دوى ته د كار زمينه برابره كړي.
دغه سازمان په ۲۰۰۲م كال كې د هغو دوه تنو افغانانو له خوا، چې په آلمان كې يې د ياد سازمان غړيتوب درلود افغانستان ته راوړل شوى دى.