سیمه ییز خبرونه

په كابل كې بنسټيزو پروژو ته پاملرنه نه ده شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كابل والي وايي، چې حكومت او نړيوالې ټولنې په كابل كې د بنسټيزو پروژو تطبيق ته پاملرنه نه ده كړې.

يو شمېرسكتوري رياستونو په كابل كې د دغه  ولايت په اړه  د روان لمريز كال پراختيايي پروگرامونه روښانه كړل.

كابل والي عبدالجبارتقوا پر دولت او بهرنيو بنسټونو نيوكه وكړه، چي كابل ولايت ته هومره پاملرنه نه ده شوې لكه چې ورته اړتيا ده .

نوموړي له دولت او مرستندويه موسسو وغوښتل، چې په راتلونكي كال كې كابل ولايت ته پاملرنه ډېره كړې.

د كابل والي زياتوي، چي اووه وزارتونو په بېلا بېلو برخو كې ونشو كولى، چې د دغه ولايت د ولسواليو پروژې پلي او د قناعت وړ كړي او د كابل د خلكو اړتياوې هم پوره كولى نشي.

نوموړى زياتوي، چې په ۱۳۹۲ل كال كې د روغتيا، كرنې، مالدارۍ، پوهنې، اقتصاد، ښځو چارو او د كليو پراختيا وزارتونو له خوا په كابل كې له ۱۵۰۰ ډېرې پروژې په پام كې نيولي؛ خو اتيا سلنه كار يې بشپړ شوى دى.

د كابل والي عبدالجبار تقوا وايي، چې په تېرو څو كلونو كې نړيوالې ټولنې د بيارغونې په برخه كې ولايتونو ته ډېره پاملرنه كړې، چې له همدې كبله په كابل كې ډېرې ستونزې تراوسه هم حل شوې نه دي.

هغه له دولت او مرستندويه بنسټونو وغوښتل، چې په راتلونكې كال كې كابل ته ډېره پاملرنه وكړي.

د مقاماتو په وينا، په كابل ښار او ولسواليو كې د ۲۲ ميليون دالرو پر لگښت  يو شمېر پراختيايي پروژې د پلي كيدو په حال كې دي.

Trending

Exit mobile version