تازه خبرونه
په كابل كې بيات بنياد ۱۹۰ كارگرو كورنيو ته ژمنۍ مرستې ووېشلې
د بيات بنياد مسوولينو د ملي شورا پر كارگرو د خوراك او پوښاك توكي ووېشل.
بيات بنياد له نورو مرستنيدويو بنسټونو هم وغوښتل، چې له اړمنو كورنيو سره مرسته وكړي.
د بيات بنياد لوى مشر انجنير احسان الله بيات وايي:
بېوسه كورنيو ته به د دغه بنسټ مرستې روانې وي، چې تر دې دمه اتلس ولايتونه تر پوښښ لاندې راغلي دي.
د گزارشونو له مخې په دولتي بنسټونو كې د يو شمېر كارگرانو اقتصادي حالت د اندېښنې وړ دى او له مرستندويو بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه لري.
د مشرانو جرگې دوه يم مرستيال گل افغان د بيات بنياد مرستې وستايلې او له نورو بنسټونو څخه يې بېوسه خلكو ته د مرستې غوښتنه وكړه.
د يادونې وړ ده، چې بيات بنياد له دې مخكې د بدخشان، بغلان، مزارشريف، فارياب، شبرغان، جلال آباد، باميان او كابل ولايتونو ته خپلې ژمنۍ مرستې رسولي او د دې بنياد د چارواكو لخوا پر بېوزلو كورنيو وېشل شوي او په پام كې ده، چې ډېر ژر به د هېواد پاتې نورو ولايتونو ته هم ژمنۍ مرستې ورسيږي.