سیمه ییز خبرونه

په كابل كې بېوزلي د بيات بنياد له خوراكي مرستې برحمن شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د اسلام مبارك دين خپلو پيروانو ته سپارښتنه كوي، چې شتمن هېوادوال دې د روژې په مباركه مياشت كې صدقې او له بېوزلو سره همكارۍ ته ځانگړې پاملرنه وكړي.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وايي، چې بيات بنياد د روژې له پيل سره سم پراړو په پړاو مستحقو كسانو ته د خوراكي توكو وېش پيل كړ او د خپلو مرستو په دې بهير كې يې د روژې په وروستيو ورځو كې هم د دغه بنياد له مرستو څخه لسگونه كورنۍ برخمنې كړې.

هغه كورنۍ، چې د بيات بنياد مرستې يې تر لاسه كړې وايي، چې:

پر خوراكي توكو سربېره، سرپنا، كار او روغتيايي خدمتونو ته هم اړتيا لرو.

دوى له مرستندويه ټولنو وغوښتل، چې له دوى سره د ستونزو په حل كې همكاري وكړي.

بيات بنياد په روژه كې د روژه ماتي پر برابرلو سربېره پر اړو كورنيو خواركي توكي ووېشل، چې په مركز او ولايتونو كې گڼ شمېر كورنۍ له دغو مرستو برحمنې شوې.

Trending

Exit mobile version