سیمه ییز خبرونه
په كابل كې تر خيمو لاندې كورنۍ د مرگ له گواښ سره مخ دي
دا د كابل ښار يوه برخه ده، چې گڼ شمېر خلك په كې د خيمو لاندى ژوند كوي، يخه هوا ، فقر، بې كاري او بې وزلي هغه ستونزې دې، چې دوى ته يې د ژوند شرايط ګران كړي دي.
د ژمې په رارسېدو سره په خيمو كې ژوند تېرول لا پسې ستونزمن كېږي او د ورښتونو پر مهال د دوى خيمې له اوبو څخه ډكېږي خو دوى بيا هم مجبوردې، چې په همدغو خيمو كې شپې او ورځې تېرې كړي.
په ژمې كې ماشومانو ته بايد تاوده كالي واغوستل شي؛ خود خېمو لاندې وضيعت دا ډول نه دى. ماشومان كالي نه لري، چې گڼ شمېر يې د يخې هوا له كبله ناروغ شوي او د مرگ له گواښ سره مخ دي.
د ښار په بله برخه كې د ښار جوړونې چارواكي د استوگنې د بلاكونو په وېش بوخت دي.
د ښار جوړونې وزير حسن عبدالهي دا مني، چې په كابل كې د سرپناه نه شتون د خلكو په وړاندې لويه ستونزه ده او د خلكو غوښتنې د دوى له هڅو څخه زياتې دي.
شاوخوا يوه لسيزه د افغان ولسمشر حامد كرزي له واكمنۍ تېريږي. په دغه موده كې بې كوره وگړيو ته د سرپناوو د جوړولو په برخه كې د پام وړ كار شوى؛ خو ليدل كيږي، چې د سرپناه په برخه كې د خلكو غوښتنې اوس هم نه دې پوره شوي.
