پرمختګ او بشپړتیا

په كابل كې دگرځندوى نړيواله ورځ ونمانځل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د گرځندوي د نړيوالې ورځې په پلمه په كابل كې په جوړوشويو مراسمو كې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت چار واكو اندېښنه څرگنده كړه، چې:

د افغا نستان طبيعي سيمې اولرغوني آثار د له منځه تلو له گواښ سره مخ دي.

دوى پر نړيواله ټولنه هم نيوكه وكړه چې له افغانستان سره يې د لرغونو آثارو په ساتنه او بيا رغونه كې د پام وړ مرسته نده كړې.

د تلې يا ميزان پېنځمه د گرځندوى له نړيوالې ورځې سره برابره ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مسوولينو د دغې ورځې د نمانځنې په مراسمو كې وېره څرگنده كړه، چې د افغانستان لرغوني آثاراو طبيعي سيمي د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ دي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين وايي:

لرغوني ، تاريخي او طبيعي سيمې، چې په تېرو جگړو او ناخوالو كې يې سخت زيان ليدلى او په ټوليزه توگه د افغانستان د گرځندوى صنعت يې له ستونزو سره مخ كړى، چې اوس د افغان دولت او نړيوالې ټولنې زياتې پاملرنې ته اړتيا لري.

د هغه په وينا:

كه د افغانستان گرځندوى صنعت ته وده وركړشي او نړيواله ټولنه په دې برخه كې له افغان دولت سره همكاري وكړي؛ نو افغانستان به هركال د گرځندوى له لارې هركال تراووه ميليارډ ډالرو عوايد تر لاسه كړي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د گرځندوي  مرستيال غلام نبي فراهي وايي، چې:

دولت تراوسه د گرځندوى د صنعت لپاره مشخص پلان نلري.

هغه زياته كړه، چې اوس اوس يې د گرځندوى د بيا راژوندي كولو لپاره يو كميسيون جوړ كړى ، چې د مركز او ولايتونو ترمنځ همغږي رامنځته كړي.

د يادونې وړده، چې د تېرو څه باندې درې لسيزو جنگ و جگړو له كبله د افغا نستان لرغونو او فرهنگي اثارو ډېرزيان ليدلى او ان تردې، چې د گرځندوى صنعت له پامه غورځېدلى دى.

په باميانو كې د بودا دوه لويې مجسمې، چې د نړۍ په كچه مهم لرغوني آثار بلل كېدل؛ د طالبانو د واكمنۍ پرمهال ويجاړې شوي او له موزيمونو غلاشوي لرغوني آثار په بهرنيو او په ځانگړي توگه په گاونډ هېوادونو كې لاس په لاس كيږي.

تمدن او فرهنگي آثارو ته په پام د گرځندوى صنعت د امنيتي لاملونو له كبله نه يوازې  پرمختگ  ونكړ، بلكي په يو شمېرسميو كې دغه صنعت  له پام  هم غورځول شوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version