سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د اختطاف كچه صفر ته ټيټه شوې ده
په کابل کې له جنايي جرمونو سره د مبارزى د پوليسو چارواكي وايي، د تېر په پرتله يي په كابل ښار کې د اختطاف كچه صفرته ټیټه کړې ده او په وروستیو دوو میاشتو کې یو شمېر هغه کسان نیول شوی، چې د کورونو په لوټ کې یې لاس درلود.
د كابل د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزي رئيس وايي، له دې وروسته يي خپله ټوله پاملرنه د غلو نیولو او تعقیب ته اړولې ده.
د كابل د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې رئيس مل پاسوال محمد ظاهر د پنجشنبي په ورځ ( د لړم ۱۸ ) وويل:
پولیسو هغه پنځه كسيزه ډله یې نیولې، چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د کورونو د لوټولو تر څنگ په وژنو کې هم لاس درلود.
نیول شوي کسان په خپلو جرمونو اعتراف کوي او په دوى کې داسې کسان هم شته، چې له دې وړاندې هم نیول شوي وو.
د کابل د جنایی جرمونو په وړاندې د مبارزې رئیس زياته كړه د دوى څېړنې ښيي، چې له دغو غلو سره د لویو مافیایي ډلو اړیکې نشته.
هغه وویل، پولیس هڅه کوي څو دا ټولنیزه ستونزه په کابل ښار کې ژر تر ژره له منځه یوسي.