سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د افغانستان او تركيې د دوستۍ ۹۲ كليزه ونمانځل شوه
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او تركيي د دوستۍ د ۹۲ كليزې په مراسمو كې وويل:
افغانستان لومړنى هېواد و، چې تركيه يې په رسميت وپېژنده.
د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول وويل:
په تېرو لس كلونو كې د افغانستان د بيا رغونې، د پوځ د روزنې او پوهنې په برخو كې د تركيې مرستې د پام وړ وبللې.
په كابل كې د تركيي سفير بسات اوزترك له افغانستان سره د دغه هېواد، دوستانه اړيكو ته اشاره وكړه او وايي، چې تركيه او افغانستان له يو بل سره نه شليدونكې تاريخي او فرهنگي اړيكې لري.
هغه زياته كړه، چې تركيه د همدغو دوستانه اړيكو پر بنسټ په افغانستان كې د سولې او ثبات لپاره جدي هڅې كوي.
د افغانستان او تركيې تر منځ د دوستۍ هوكړه ليك دوه نوي كاله پخوا د شاه امان الله خان او د تركيي د پاچا مصطفى كمال اتاترك تر منځ لاسليك شوى.
تركيه هر كال د افغانستان پېنځه سوه پوليس په خپل هېواد كې روزي او دم گړۍ يو زرو اووه سوه افغان زده كوونكي په تركيه كې بېلا بېلې لوړې زده كړې كوي.