سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د افغانستان او پاكستان د توليداتو گډ درې ورځنى ننارتون جوړ شو
د سوداگرې وزارت مرستيال صدرالدين سحر وايي:
په كابل كې د پنجشنبې په ورځ (د ليندۍ ۷) د افغانستان او پاكستان د سوداگرۍ او صنايعو خونو له خوا د دواړو هېوادونو د محصولات گډ درې ورځنى نندارتون جوړ شو، چې موخه يې د اقتصادي او ترانزيتي اړيكو پراختيا ښودل شوې ده.
د افغانستان سوداگرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الكوزى د هېواد اقتصادي وده په امنيت پورې تړلې گڼي او له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسيليك غوښتنه كوي .
په كابل كې د پاكستان سفير محمد صادق خان وايي، چې له افغانستان سره د سوداگريزو اړيكو پراختيا غواړو .
د پاكستان سفير زياتوي:
د افغانستان او پاكستان ترمنځ به داسې ترانزيتي سړك جوړ شي، چې د كابل – لاهور لار اووه ساعتونو ته رالنډه كړي.
د يادونې وړ ده، چې د پاكستان لومړى وزير نواز شريف د شنبې په ورځ كابل ته راځي او له دې نندارتون څخه به هم ليدنه وكړي.