تازه خبرونه

په كابل كې د افغانستان- هند د كاري ډلې لومړنۍ ناسته تر سره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

< ![endif]–>

د كابل- نوي ډيلي ترمنځ د دوه اړخيزو ستراتيژيكو اړيكو هوكړه ليك د ۲۰۱۱م كال د اكتوبر په څلورمه لاسليك شوى دى. اوس د افغانستان او هند د سوداگريزو چارو مسوولين را غونډ شول، چې د سوداگرۍ او صنايعو، كانونو، روغتيا، كرنې، لوړو زده كړو، پوهنې او د صادراتو په پراختيا كې د دې هوكړه ليك د عملي كيدو لارې چارې وارزوي.

د سوداگرۍ او صنايعو وزارت مرستيال مزمل شينوارى وايي، دا گډې كاري ناستې د ځانگړي ارزښت لرونكي دي.

د هند د سوداگرۍ وزارت مرستيال شري اس ار راو هم په بېلابېلو برخو كې د خپل هېواد د مرستو د زياتوالي خبر وركوي.

ښاغلى اس ار راو ټينگار كوي، چې هېواد يي د افغانستان اقتصادي پراختيا ته ژمن دى.

هند د كانونو، صنايعو او سوداگرۍ په برخو كې د افغانستان اقتصادي پراختيا ته ژمن دى او زمونږ حضور نن دغلته د افغانستان د پرمختگ لپاره يوه بېلگه ده.

په افغانستان كې د هند سفير امر سينها وايي، چې:

هند هڅه كوي، چې افغانستان پياوړى شي او له خپلو سرچينو څخه خپله گټه پورته كړي.

د هغه په خبره، په همدې خاطر له افغانستان سره د همكاريو لنډ مهال او اوږد مهال پروگرامونه لرو.

نوموړي څرگنده كړه، چې:

مونږ هڅه كوو، چې د ظرفيت جوړونې له لارې د افغانستان د پراختيا او اقتصادي پرمختيا لپاره فرصتونه را منځته كړو او د افغانستان د بيارغاونې لپاره لنډ مهالي او اوږدمهالي پروگرامونه عملي كړو، چې دا هېواد وكړاى شي، له خپلو طبيعي سرچينو څخه گټه واخلي.

دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې هند د حاجيگك د كان كيندنې تړون گټلى، چې د افغانستان د اقتصاد لپاره مهم دى.

Trending

Exit mobile version