سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د افغان ديني علماوو درېيمه ناسته جوړه شوه
په كابل كې د دوشنبې په ورځ(د وري۱۹) د افغانستان د سوله ييز راتلونكې په موخه د اسلامي همكاريو درېيم نړيوال كنفرانس تر سرليك لاندې د دغه كنفرانس دوه يمه برخه جوړه شو.
په دې ناسته كې ديني علماوو، مدني بنسټونو او يو شمېر ښځو گډون كړى و او په استانبول كې يې د افغانستان د سوله ييز راتلونكې په موخه د اسلامي همكاريو درېيم نړيوال كنفرانس د لومړۍ برخې له پرېكړو ملاتړ څرگند كړ.
د افغانستان د سوله ييز راتلونكې په موخه د اسلامي همكاريو درېيم نړيوال كنفرانس لومړۍ برخه د تركيې په پلازمېنه استانبول كې د ۱۳۹۱ل كال په كب كې جوړه شوې وه.
د اسلامي نړۍ علماوو له دوه ورځنيو خبرو وروسته يوه يوولس ماده ييزه پرېكړه تصويب كړه، چې:
افغانستان نه يوازې د اسلامي نړۍ يوه نه بېليدونكې برخه ده، بلكې د دارالحرب په توگه يې اوسيدونكي هم مباح الدم گڼل كيدى نشي.
د افغانستان ديني علماوو د دغه كنفرانس د دوشنبې د ورځې د دوه يمې برخې په ناسته كې د استانبول د لومړۍ برخې له پرېكړې ملاتړ څرگند كړ.
په دې پرېكړه كې د اسلامي شريعت له نصوصو څخه د تاوتريخوالي او انتحاري بريدونو لپاره گټه پورته كول نامشروع او سرغړوونكي يې جنايت كار گڼل شوي دي.
د افغانستان ديني علماوو له ټولو دولتي او نادولتي بنسټونو، د اسلامي هېوادونو له دارالعلومو، نړيوالې ټولنې، د اسلامي كنفرانس د غړيو هېوادونو او د سعودي عربستان په گډون له گانډ هېوادونو غوښتنه كړې، چې د استانبول پرېكړه د افغانستان د سولې لپاره د يو غوره حقوقي سند په توگه ومني.
د افغانستان د سوله ييز راتلونكې په موخه د اسلامي همكاريو لومړۍ او دوه يمه ناسته په كابل كې پر ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ زيږديزو كلونو كې جوړه شوې وه؛ خو د اسلامي نړۍ علماوو په كې برخه نه درلوده.
له طالبانو سره ملي مصالحه د افغان دولت له لومړيتوبونو څخه ده؛ خو له ټولو هڅو سره سره يې د ډاډ وړ پايله څرگنده شوې نه ده.
د سولې عالي شورا غړي په تېرو څو كلونو كې د دې شورا هڅې گټورې بولي؛ خو وايي، چې يو شمېرسيمه ييزو خنډونو د شورا هڅې بې پايلې كړې دي.
د سولې عالي شورا منشي معصوم ستانكزى وايي، د ځينو هېوادونو لاسوهنې خنډ شوي، چې طالبان د سولې له بهير سره يو ځاى شي.