تازه خبرونه

په كابل كې د افغان كوريا له حرفوي زده كړو ۱۶۰ كسان فارغ شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغان كوريا د حرفوي زدهكړو مسوول وايي، په كابل كې د افغان كوريا د حرفوي زدكړو له مركز څخه ۱۶۰ كسان له درې مياشتنيو زده كړو وروسته فارغ شول.

د افغان كوريا د حرفوي زدكړو مسوول میرجلال الدین حشام زياتوي:

دغو زدكوونكيو د انگليسي ژبې، كمپيوتر او خياطۍ په برخو كې زدهكړې كړي دي.

د ښاغلي حشام په وينا، دغه كورسونه له ۲۰۰۴م كال راهيسې پيل شوي، چې تر اوسه يې ۱۳۰ زره زدهكوونكي فارغ كړي دي.

خالد احمد عمريال او شگوفه همدرد هغه زدهكوونكي دي، چې له دغو كورسونو فارغ شوي؛ خو د كار له نشتوالي اندېښمن دي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت وياند علي افتخاري وايي، هغو كسانو ، چې له دغو كورسونو د فراغت سندونه تر لاسه كړي؛ ټولو ته به د كار د پيداكولو هڅې تر سره شي.

دغو زدكوونكيو په داسې حال كې د فراغت سندونه تر لاسه كړي ، چې په هېواد كې د كار د نشتوالي پر لامل د ليسانس سند لرونكي بيكاره دي.

Trending

Exit mobile version