سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د امريكا دفاع وزير د امريكا د حضور په اړه خبرې كوي
د امريكا دفاع وزير وايي، چې:
كابل ته مې د سفر موخه له نږدې څخه د دغه هېواد د وضيعت څېړل او له افغان چارواكو سره له ۲۰۱۴ ز.كال وروسته په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د شمېر په اړه بحث كول دي.
له ۲۰۱۴ز. كال وروسته د افغانستان د امنيتي حالت او په دغه هېواد كې له ۲۰۱۴ كال وروسته د امريكايي ځواكونو د شمېر په اړه بحث د امريكا دفاع وزير اړ كړ، چې كابل ته سفر وكړي.
دغه لوړ پوړي امريكايي چارواكي كابل ته د خپل سفر په ترڅ كې د ناټو ځواكونو د عمومي كوماندان او د افغانستان له دفاع وزير سره خبرې اترې كړې دي.
له دې وړاندې نوموړي كويټ ته د يو سفر په ترڅ كې ويلي ول، چې تر راتلونكيو څو اوونيو پورې به د امريكا ولسمشر بارك اوباما له ۲۰۱۴ ز.كال وروسته په افغانستان كې د پاته كيدونكيو امريكايي سرتېروشمېر ښكاره كړي.
د امريكا دفاع وزير ليون پنيتا به ډاگه كړه، چې:
دلته زما د راتلو موخه له جان الن او نورو رهبرانو سره خبرې اتري او له نږدې څخه د افغانستان د وضيعت څېړل دي. ما له افغان چارواكو سره خبرې وكړې او هڅه مې وكړه، چې د امريكا د ولسمشر د هغې پرېكړې په لپاره جزئيات را ټول كړم، چې د افغانستان د راتلونكي په اړه يې كوي.
د امريكا دفاع وزير په داسې حال كې افغانستان ته سفر كوي، چې د ليزبون د پرېكړې له مخې به بهريني سرتېري له ۲۰۱۴ز. كال وروسته له افغانستان څخه وځي. وسمهال افغان او امريكايي چارواكي هڅه كوي، چې د كابل او واشنگتن ترمنځ په امنيتي سند كې له ۲۰۱۴ز. كال وروسته د پاته كيدونكيو امريكايي سرتېرو شمېر ښكاره كړي.