سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د امريكا د څارگرې ادارې پر كاركوونكيو بريد شوى
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
داسې گزارشونه تر لاسه شوي، چې يو سيمه ييز افغان كاركوونكي د تلې په ۳ شپه په كابل كې د امريكا د څارگرې ادارې پر كاركوونكيو وسله وال بريد شوى، چې په كې لږ تر لږه يو امريكايي وژل شوى دى.
د امريكا د سفارت د خبري سرچينو د څرگندونو له مخې يو بل امريكايي په دې بريد كې ټپي شوى دى.
په كابل كې د امريكا د سفارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه كې د يو امريكايي وژنه منل شوې ده.
ويل كيږي، چې:
په دې پېښه كې د امريكا د څارگرې ادارې پېنځه تنه افغان كاركوونكي هم وژل شوي دي .
تر دې دمه د امريكا څارگرې ادارې د پېښې په اړه جپتيا غوره گڼلې ده.