سیمه ییز خبرونه

په كابل كې د بيات بنياد ژمنۍ مرستې پيل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان كې ژمي پر بېوزلو او فقيرو كورنيو د ژوند شرايط سخت كړي او د مرستې د تر لاسه كولو  لپاره له هرې خوا غږونه اوچتيږي.

بيات بنياد هر ژمۍ له اړو كورنيو سره خپلې مرستې پيلوي.

د بيات بنياد لوى مشر سناتور احسان الله بيات د ژمنيو مرستو بهير د كابل له دولتي مطبعې څخه پيل كړ.

د ښاغلي بيات په وينا، په مرسته كې البسه او  خوراكي توكي شامل دي، چې په اتلسو ولايتونو كې به په بيوزلو كورنيو وويشل شي.

بېوزلې كورنۍ په دې سخت موسم كې د بيات بنياد مرستې اغېزناكې بولي.

د دولتي مطبعې رييس غلام حسن حضرتي د بيات بنياد له مرستو له مننې  سره وايي، دا څلورم ځل دى چې دغه بنياد له اړو كسانو سره مرسته كوي.

د بيات بنياد لوى مشر سناتور احسان الله بيات پر ملي او نړيوالو مرستندويه سازمانو غږ وكړ، چې له بېوزولو كسانو سره مرستې وكړي.

Trending

Exit mobile version