سیمه ییز خبرونه

په كابل كې د بيات بنياد گرځند روغتيايي تيم يو شمېر كورنۍ تر درملنې لاندې ونيولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل ښار كې د بيات بنياد گرځند روغتيايي تيم د دغه بنسټ د مرستيال حاجې محمد اسماعيل په شتون كې د بېوزلو كورنيو يو كمپ ته ولاړ او د هغوى درملنه يې وكړه.

درمل او داكتر ته د بې وزلو كورنيو نه لاس رسۍ په هېواد كې د بېوزله كورنيو له لويو ستونزو گڼل كيږي.

د بيات بنياد مرستيال ټينگار وكړ، چې د روغتيا په برخه كې به له بېوزلو خلكو سره خپلو مرستو ته دوام وركړي.

د سيمې مشرانو او هغو كورنيو، چې د بيات بنياد له مرستو برخمن شوي له نور مرستندويه بنسټونو څخه هم وغوښتل، چې په دې برخه كې مرستې وكړي.

بيات بنياد له جوړيدو څخه تر دې دمه په دې برخه كې د پام وړ گامونه پورته كړي، چې له امله يې له خلكو سره ډېره مرسته شوې ده.

دغه بنياد د هېوادوالو د روغتيايي ستونزو د اوارولو په موخه د پام وړ گامونه پورته كړي، چې د يو شمېر روغتونونو جوړول او د يو شمېر روغتيايي مركزنو بيارغول يې سترې لاسته راوړنې دي.

Trending

Exit mobile version