سیمه ییز خبرونه

په كابل كې د تخار د خلكو د استازي عبدالمطب بيگ لومړى تلين ونمانځل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرگې د تخار استازي او د افغانستان د اسلامي جمعيت گوندي كوماندان عبدالمطالب بيگ لومړى تلين په كابل كې ونمانځل شو.

د عبدالمطلب بيگ په لومړي تلين كې د دوشنبې په ورځ(د مرغومي۴) د كابينې ځينو غړيو، جهادي څېرو او گڼ شمېر خلكو گډون كړى و.

د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم جوړې شوې غونډې ته وويل:

د افغان با نفوذه شخصيتونو له منځه وړل د پاكستان د پوځي استخباراتي ادارې د پخواني رييس جنرال حميد گل طرحه ده، چې په ژنيو كې د پخواني شوروي د لښكرو د وتو له وړانديز مخكې ترلاس لاندې نيول شوې وه.

مارشال فهيم د عبدالمطلب بيگ د شخصيت يادونه وكړه او هغه يې د جهاد د دوران يو مخكښ وباله.

په دغو جوړوشويو مراسمو كې د سولې عالي شورا رييس او د دغه گوند سرپرست صلاح الدين رباني د عبدالمطب بيگ په لومړي تلين كې له دولت څخه وغوښتل، چې:

د هدفي وژنو دوسيې دې په جدي توگه تعقيب شي.

عبدالمطلب بيگ په ۱۳۳۳لمريز كال كې د تخار د هزارسموچ په ولسوالۍ كې زېږديدلى او د اسلامي جميعت گوند كوماندان و. نوموړى د ولسي جرگې په دوه يم پړاو تاكنو كې د تخار د خلكو د استازي په توگه وټاكل شو او د ۱۳۹۰ ل. كال د مرغومي په څلورمه نېټه په تخار كې د يوې جنازې د مراسمو پر مهال د ځانمرگي بريد هدف وگرزېد او له څه نا څه شل كسانو سره ووژل شو.

Trending

Exit mobile version