سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د تخنيكي او مسلكي بنسټونو د توليداتو دوه يم نندارتون پرانيستل شو
د پوهنې وزارت په نوښت د دوشنبې په ورځ(د لړم ۶) د تخنيكي او مسلكي بنسټونو د توليداتو دوه يم نندارتون پرانيستل شو.
د پوهنې وزارت تخنيكي مرستيال محمد آصف ننگ وايي:
د دغه نندارتون له لارې غواړو، چې د پوهنې وزارت په چوكاټ كې د فعالو مسلكي او تحنيكي بنسټونو د زده كوونكيو مهارتونه او وړتياوې خلكو ته وښيو.
ښاغلى ننگ زياتوي، كه حكومت د دغو بنسټونو د توليداتو د خرڅلاو اجازه وركړي او عايد يې پر همدغو بنسټونو ولگول شي، ښايي تر دوه كلونو له اقتصادي اړخه په خپلو پښو ودريږي.
د سوداگرۍ خونې عامل پلاوي رييس قربان حقجو وايي، چې د مسلكي ښوونې ټيټ كيفيت د بې كارۍ د كچې لوړولو ته زمينه برابره كړې ده.
د جي تى آى موسسې رييس گواستيق راير وايي:
په دوه كلونو كې د مسلكي او تخنيكي بنسټونو وړتياوې څلور برابره لوړې شوي دي. آلمان غواړي په دې برخه كې خپلو مرستو او همكاريو ته دوام وركړي.
د پوهنې وزارت مسولين وايي، چې په تېرو څه باندې دوه كلونو كې د تخنيكي او مسلكي ښوونځيو د فارغانو شمېر له دوه ويشت زرو څخه دوه اتيا زرو ته لوړ شوى دى.