تازه خبرونه
په كابل كې د روان كال د كانكور لومړۍ ازموينه واخيستل شوه
د لوړو زده كړو وزارت مسئولين وايي، چې د تحصيلي موسسو د ظرفيتونو د لوړېدو سره د محصلينو د جذب وړتياوې هم زياتې شوي دي. د لوړو زده كړو وزارت چارواكي زياتوي، چې په كانكور كې د درغليو او تقلب د مخنيوي لپاره يې جدي هڅې پېل كړې دي.
كانكور ازموينه، چې ځينې د چانس او ځينې د استعداد له مخې پكې كاميابېږي. په كابل كې د روان كال د كانكور ازموينې په لومړي پړاو كې چې د یکشنبې په ورځ د ( سلواغې ۲۷ ) واخيستل شوه څه كم لسو زرو كسانو ګډون درلود.
د لوړو زده كړو وزير عبید الله عبید وايي:
سږ كال د كانكور په ازموينه كې ۲۵۰ زره كسان ګډون كوي، چې له دغه شمېر څخه ايله اووه پنځوس زره دولتي پوهنتونونو ته جذبېږي.
دغه راز څلور دېرش زره نور به په خصوصي پوهنتونو كې جذب شي او پنځوس زرو نور به د نمرو په تناسب په بيلا بيلو نيمه عالي تحصيلي موسسو كې جذب شي.
سږ كال د كانكور ازموينه په ځينو ولايتونو كې د درغليو او تقلب شاهده وه، چې د كانكور شفافيت ته يې زيان واړوه نو ځكه د ځينو ازموينو پايلې باطلې اعلان شوې.