سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د سوداگرۍ خونې له دولتي مامورينو سره د خوراكي توكو مرسته وكړه
په كابل كې د سوداگرۍ او صنايعو خونې د روژې مباركې مياشتې له پيل څخه پر اړو او بيوزلو خلكو د خوراكي توكو مرستې وېشي او په همدې لړ كې يې د پنجشنبې په ورځ(د زمري ۱۰) د بېلابېلو دولتي ادارو پر شاوخوا دوه زره اجيرو مامورينو د خوراكي توكو مرستې ووېشلې.
د سوداگرۍ او صنايعو خوني عامل رييس محمد قربان حقجو وايي:
پر اړو خلكو د مرستو د وېش له لارې هڅه كيږي، چې ملي سوداگر د اړو خلكو مرستې ته وهڅول شي.
كومو دولتي مامورينو، چې د سوداگرۍ او صنايعو خونې مرستې تر لاسه كړي، له شمتنو او سوداگرو غواړي، چې دوي ته ډېره پاملرنه وكړي.
ويل كيږي، چې د روژې د مباركې مياشتې له پيل څخه تر اوسه پورې د سوداگرۍ او صنايعو خونې او يو شمېر ملي سوداگرو تر اوسه په كابل ښار كې له نږدې اتلس زره بېوزلو او اړو كسانو سره د خوراكي توكو مرسته كړې او دا لړۍ همداسې روانه ده.
د دې خونې چارواكي وايي، په كابل ښار كې به د روژې مباركې مياشتې په اوږدو كې له نږدې شل زره اړو او بېوزلو خلكو سره دا ډول مرستې تر سره شي.