سیمه ییز خبرونه

په كابل كې د سيد جمال الدين افغان ښارگوټي جوړيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل په احمد شا بابا مېنه كې د سيد جمال الدين افغان ښارگوټي د بنسټ ډبره كيښودل شوه.

كابل والي عبدالجبارتقوا وايي:

دغه ښارگوټى، چي د يوه خصوصي ساختماني شركت له خواڅخه يي د رغوني چاري پيل شوي د كابل د ۱۲ ناحيې په ۱۶۰ جريبه ځمكه كي جوړيږي.

د خصوصي شركت رييس ميرويس صديقي وايي:

دغه ښارگوټى به ۳۰ بلاكونه او۴۷۰۰ د اوسيدو نمرې ولري، چې تر راتلونكيو دوه كلونو به گټي اخستنې ته وړاندي شي.

كابل ښاروال محمد يونس نوانديش وايي، چې د ښارگوټي په جوړولو كې دې خصوصي شركت ټول منل شوي ساختماني معيارونه په پام كې ونيسي.

د ښارگوټي د جوړولو مسوولين وايي، پر دې ښارگوټي نږدې ۶۰ ميليون امريكايي دالر لگول كيږي او په جوړولو كې به يې ټول منل شوي معيارونه په پام كې ونيو شي.

Trending

Exit mobile version