تازه خبرونه

په كابل كې د شپږ كيلو متره سړك د پخولو تړون لاسليك شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

فوايد عامې وزارت په كابل كې د ايټاليا له سفير سره داسې يو تړون لاسليك كړ، چې له مخې به يې شپږ كيلو متره سړك پوخ او ورغول شي.

د وردگو او باميانو او غازي آباد- شينډنډ تر منځ د غزيدلو سړكونو د ځينو برخو پخول په دغه تړون كې شامل دي، چې لگښت يې ايټاليا په غاړه اخيستى او دوه اعشاريه پېنځه ميليون يورو پرې لگيږي.

د فواید امې وزیر نجيب الله اوژن وایي، چې:

په روان كال كې به د ټول هېواد شاوخوا ۳۳۰۰ كيلو متره سړك د رغولو او پخولو چارې پيل شي.

په كابل كې د ا يټاليا سفير وايي هېواد يي ژمن دي، چې له افغانستان سره په اقتصادي او بنسټيزو پروژو كې مرسته وكړي.

د فوايد عامې د وزارت د مسولينو په و ينا، د سړك جوړوني په برخه كي د ډېرو پروژو د مالي لگښت چاري ايټاليا په غاړه اخستي، چې په نږدې راتلونكې كې به يې تړونونه لاسليك شي.

Trending

Exit mobile version