پرمختګ او بشپړتیا
په كابل كې د شپې پوهنتون د كانكورآزموينې واخستل شوې
د چاواكو په وينا:
په كابل كې له ۷۹۸۸ كسانو د شپې پوهنتون د كانكور آزموينې واخيستل شوې، چې اته زره به يې په دولتي پوهنتونونو او يو شمير نور به يې د لوړو او نيمه لوړو زده كړو په موسسو كې جذب شي.
دغه كانكور آزموينې، چې په شپې پوهنتونونو كې د محصلينو د جذب په موخه د كابل ښار په څلور پوهنتونونو كې د يوې ورځې لپاره ترسره شوې؛ ۹۷۰ محصلين به يې د كابل پوهنتون د شرعياتو، حقوقو، ژورناليزم، ژبو اوادبياتو، ټولنيزوعلومو، ځمكپيژندنې، ساپوهنې او ښكليو هنرونو په پوهنځيو او نور به يې د ادبياتو، طبيعي علومو، ټولنيزو علومو او تعليم او تربيې په پوهنتونونو كې جذب شي.
چارواكي وايي:
پدې داوطلبانو كې ۸۷۰ يې نجونې دي.
د لوړو زده كړو وزارت سرپرست او علمي مرستيال محمد عثمان بابري د كانكور پر ميكانيزم، شفافيت او عدالت ټينگاركوي.
يو شمېر هغه داوطلبان، چې پدې كانكور آزموينو كې يې گډون كړى؛ د آزموينو له بهير څخه خوشاله ښكاري او د شپې پوهنتون هغو كسانو ته يو ښه فرصت بولي، چې د ورځې لخوا په كار بوخت وي.
د يادونې وړده، چې په ټول هېواد كې دوه د شپې پوهنتونونه تردې مهاله شتون لري، چې يو يې د كابل مركزي پوهنتون او بل يې د تعليم او تربيې پوهنتون دى.