سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د غويي د مياشتې د ۷ او ۸ ناخوالې وغندل شوې
په كابل كې د غويي د مياشتې د اوومې او اتمې ورځو ناخوالې د مدني ټولنې د غړيو، د وروستيو جگړو د قربانيانو او د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې له خوا وغندل شوې.
دوى د غويي اوومه او اتمه د تورو ورځو په توگه وغندلې او له حكومت څخه يي وغوښتل، چې د بښنې فرهنگ ته د پاى ټكى كيدي او د وروستيو جگړو عاملين دې محاكمو ته را كاږي.
د ۱۳۵۷ل كال د غويي په اوومه كمونستانو پر سردار محمد داود خان خونړۍ كودتا وكړه او د هغه جمهوري حكومت يي وپرځاوه.
د ۱۳۷۱لمريز كال د غويي په اتمه بيا مجاهدينو كمونستي رژيم ړنگ كړ؛ خو د دې دواړو ورځو ورورستۍ پېښې د افغانستان لپاره خونړۍ وې.
په دې غونډه كې د هغو قربانيانو عكسونه تر سترگو كيږي، چې د همدې دواړو ورځو د پېښو په لړ كې وژل شوي دي.
د غونډې گډونوالو په سمبوليك ډول د قربانيانو تابوتونه له ځان سره وليږدول.
دې غونډې ته فاطمه نومې ميرمن هم ورغلې، چې خپل ورور غلام علي جان يې په ۱۳۵۷ل كال كې هغه مهال له پوهنتون څخه يوړل شو، چې په زدكړو اخته و. فاطمه، چې سترگې يې له اوښكو ډكې وې، د خپل وژل شوي ورور لپاره د عدالت غوښتنه وكړه.
د غونډې گډون وال په حكومت سخته نيوكه كوي، چې د بښنې فرهنگ يې حاكم كړى.
د مدني ټولنې فعال محمد رحیم جامي تمه لري، چې نوى حكومت به دې اصل ته بدلون وركړي.
ډېري افغانان د ۱۳۵۷ل كال د غويي د اوومې كودتا او د ۱۳۷۱ل كال د غويي په اتمه، چې په كې تنظيمي مجاهدين واك ته ورسيدل، د افغانستان لپاره بدې ورځې بولي.