تازه خبرونه
په كابل كې د قرغزستان سفارت پرانستل شو
د قرغزستان بهرنيو چارو وزير په كابل كې د خپل هېواد د سفارت پرانسته وكړه.
په دغو مراسمو كې د افغانستان او قرغزستان پر لوړ پوړيو چارواكو سربېره د بهرنيو هېوادونو سفيرانو او كورديپلوماتانو برخه اخيستې وه.
د قرغزستان د بهرنيو چارو وزير ایرلاین عبدالدایف وايي:
د دواړو هېوادونو اړيكې پخوانۍ ريښې لري او پر رښتينو همكاريو وده كوي.
نوموړى وايي:
دغه هېواد د سفارت په پرانسته افغانستان ته خپله وروري وښوده او په دې توگه ترې د ملاتړ څرگندونه كوي او غواړي د افغانستان په وروستيو بدلونونو كې پراخه برخه ولري. افغانستان په سيمه كې د غوره موقعيت لرونكى دى او كولى شي د مركزي اسيا هېوادونه سره همغږي كړي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين وايي:
دواړو هېوادونو د تاريخ په ټولو پړاوونو كې نيكې او د غوره همكارۍ اړيكې درلودې.
ويل كيږي، چې افغانستان او قرغزستان خپلې ديپلوماتيكې اړيكې په ۱۳۸۰ل كال كې پيل كړې او كابل د همدې كال په وروستيو كې خپل سفارت په بشكيك كې پرانست.