سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د كرنيزو محصولاتو ديارلسم نندارتون پرانيستل شو
په كابل كې د چارشنبې په ورځ(د لړم۸) د كروندگرو د هڅولو لپاره د كرنې وزارت په نوښت د كرنيزو محصولاتو ۱۳ نندارتون پرانيستل شو.
د هېواد افغان چارواكي وايي، كه څه هم ستونزې شته؛ خو بيا هم كورنيو توليداتو په تېرو ۱۱كلونو كې ښه وده كړې ده.
د افغان ولسمشر دوه يم مرستيال محمد كريم خليلي وايي:
د هر هېواد د اقتصاد بنسټ كورني توليدات جوړوي او افغانستان هم بايد دې برخې ته خپله پاملرنه ډېره كړي.
د كرنې وزارت د مسوولينو په وينا، سږ كال د غنمو په برخه كې افغانستان په ځان بسيا شوى ؛خو ميوې او سابه يي د افغانستان له اړتيا ډېردي.
د كرنې، مالدارۍ او اوبولگولو وزيرمحمد آصف رحيمي وايي:
سږ كال د بارانونو له كبله كرنيزو محصولاتو كې زياتوالى راغلى. كه د كرنيزو توليداتو بهير همداسې دوام وكړي، افغانستان به ډېر ژر د غنمو په برخه كې په ځان بسيا شي.
د نندارتون تنظيم كوونكي وايي، په دې نندارتون كې څه باندې ۱۵۰ كورنيو او بهرنيو شركتونو، چې په افغانستان كې كرنيز فعاليت لري، گډون كړى؛ خو كروندگر خپلو محصولاتو ته د مناسب بازار له نه شتون سرټكوي.
د معلوماتو له مخې، د روان كال په تېرو شپږ مياشتو كې د افغانستان صادرات د تېر كال د ورته مودې په پرتله ۴۰ په سلو كې زيات شوي دي.