سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د كرنيزو محصولاتو د ارزونې كنفرانس جوړ شو
په كابل كې د سوداگرۍ وزارت مسوولين وايي، چې د دوه زره ديارلسم كال څخه تر ۲۰۱۶م كلونو پورې د كرنيزو محصولاتو د ارزونې كنفرانس جوړ شو.
مسولين وايي، د دغه كنفرانس موخه داده، چې د بېلا بېلو ادارو تر منځ همغږي زياته شي.
د سوداگرۍ او صنایعو وزارت د خصوصی څانگې د پراختیا مرستیال متصل کمکی وایي، واړه تشبثات د هېواد عمده صادرات جوړوي او د پرمختگ لپاره یې د نظر د بدلولو او د فعالانو د لیدلوري د ترلاسه کولو او پلي کولو له لاری د مناسبو پروگرامونو طرحی ته اړتیا ده.
د کرهنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزیر محمد آصف رحیمی وایی:
په افغانستان کې کرهنه د پرمختگ په حال کې ده او له معیشتي حالت څخه د وتلو پر لوري حرکت كوي.
هغه زیاته کړه د کرهنې د ماشینی وسایلو د تولید او وېش په برخو کې د کرنیږو محصولاتو بسته بندي، د طبيعي آفتونو پر ضد دواگانې، طبی نباتات، تېلی نباتات د خصوصی څانگې پانگونې ته اړتیا لری.
دا ناسته په داسی حال کې ترسره کیږي، چې د صادراتو په ځای د وارداتو د زیاتوالی لپاره د دولت پروگرامونه اغېزناک تمام شوي نه دي.