سیمه ییز خبرونه

په كابل كې د محرم لسمه ونمانځل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د عاشورا لسمه هر كال د نړۍ د مسلمانانو له خوا نمانځل كيږي او دغه مراسم په افغانستان كې د امن په فضا كې تر سره شول.

خلكو په جوماتونو، حسنيو او تكيه خانو كې  په دې وياړ جوړو شويو مراسمو كې په پراخه توگه گډون وكړ.

دا مراسم د حضرت امام حسين د شخصيت او د هغه د قيام په باب په بيلا بيلو ويناوو پيل شول شوي.

افغان ولسمشر هم د عاشورا په مراسمو كې چې د كابل ښار د كربلا د قهرمان په جومات كې جوړ شوي وو گډون وكړ.

ولسمشرۍ د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي، چې:

ولسمشر د مراسمو برخه وال ماشومان ونازول او د ملي وحدت، د سولې د ټينگښت او سراسري امنيت لپاره يې دعا وكړه.

د كابل ښار زرگونه تنه اوسيدونكي د چندولو تكيه خانې او همدا راز د ابوالفضل زيارت ته ولاړل او د امام حسين د قيام نمانځنه يې وكړه .

د اطلاعاتو او فرهنگ رييس سيد مخدوم رهين د مراسمو گډونوالو وويل، چې:

حضرت امام حسين(رض) په دې موخه قيام كړى و، چې دينې عدالت او خواخوږي رامنځته شي.

دغه رازكابل ښاريانو د سيد منصورنادري په جومات كې د قرآن كريم په ختم او ويناوو د اسلام د ستر پيغمبرحضرت محمد(ص) د نمسي امام حسين(رض) او د كربلا د نورو شهيدانوحماسه ونمانځله.

په افغانستان كې د اسماعيليه فرقې رهبر سيد منصور نادري د كربلا پېښه د مسلمانانو لپاره د آزاد ژوند يوښه درس وباله او وايي، چې:

د نړۍ ټول مسلمانان بايد له دې پېښې پند واخلي او د تاوتريخوالي مخه ونيسي.

د ولسي جرگې غړي غلام حسين ناصري د عاشورا په مراسمو كې د امام حسين(رض) او د هغه د يارانو پاڅون ته په نغوته كې وويل:

امام حسين او يارانو يې د اسلام د ټينگښت او د ظلم او بې عدالتي په وړاندې مبارزه وكړه او په دې توگه يې راتلونكيو نسلونو ته د ظلم او استبداد په وړاندې د مقاومت درس وركړ.

دوى په خلكو غږ وكړ، چې بايد له خپل دولت څخه ملاتړ وكړي او د نافذه قوانينو تطبيق ته چمتو وي.

د ولسمشر دوه يم مرستيال محمد كريم خليلي د وينې د وركړې پرمهال وويل:

د وينو د وركړې طريقه له نورو هغو غوره ده.

د هغه په وينا:

د وينو د بې ځايه تويولو په څاى د وينو په وركړه كولى شو، د هېوادوالو ژوند وژغورو.

د خاتم النبين د پوهنتون استاد قاسم الياسي وويل:

د محرم له لسمه، چې  د امام حسين او د هغه د دوه اويا يارانو د شهادت له ورځې سره سمون خوري؛ د اسلامي تاريخ يوه لويه برخه جوړوي او د كربلا پېښه يوه ترټولو لويه، مهمه او زړه بوگنوونكې پېښه گڼل كيږي.

كورنيو چارو وزير غلام محتبى پتنگ وويل:

د عاشورا د مراسمو نمانځل په هېواد كې ډېر اوږد لرغونتوب لري. د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د نمسي سرښندنې او قيام يوازې اسلام او محمدي لاره ونه ژوغورله، بلكې د خپلې وينې په تويولو يې د پېړيو په نسلونه كې د سولې غوښتنې او له ظلم سره د مبارزې روحيه پيدا كړه .

د محرم مياشت د وير مياشت بلل كيږي؛ ځكه، چې د محرم  لسمه د حضرت امام حسين(رض) د قيام او د هغه د شهادت له ورځۍ سره برابره ده. حضرت امام حسين(رض) د يزيد حكومت ته له سرټيټولو انكار وكړ، چې په ترڅ كې په همدې ورځ د كربلا په دښته كې د خپلو دوه اويا يارانو سره د يزيدي لښكرو له خوا په شهادت ورسيد.

Trending

Exit mobile version