سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د مصنوعي مالوچو د توليد لومړنۍ كارخانې كار پيل كړ
په كابل كې د مصنوعي مالوچو د توليد لومړنۍ كارخانه د دوه ميليون دالرو پر ارزښت جوړه او گټې اخيتسو ته وسپارل شوه.
د آيسا رييس وفي الله افتخار وايي:
په افغانستان كې له پانگونې د ملاتړ ادارې او د افغانستان د صنايعو ټولنې د فايبري مالوچو د توليد لومړنۍ كارخانه د سې شنبې په ورځ(د تلې۱۶) كابل كې پرانيسته.
د آيسا رييس وايي، د كورنيو توليداتو مهم عنصر اومه مواد دي او د دې كارخانې اومه مواد په افغانستان كې په زياته پيمانه شتون لري.
دا كارخانه به د خپلو توليداتو لپاره د معدني اوبو او غير الكولي نوشابو له تشو بوتلونو څخه استفاده كوي.
د فايبري پنبې د توليدي كارخانې رييس حاجي شېر وايي، تر دوه مياشتو به د دې كارخانې توليدات تر درې برابره زيات شي.
مسوولين وايي، دا مهال يوازې د كابل ښار فايبري زباله داني، چې د معدني اوبو او غير الكولي نوشابو تش بوتلونه دي، هره ورځ سل ټنو ته رسيږي، چې تر اوسه پورې دا توكي له افغانستان څخه بهر ته صادريدل.