سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د ملي امنيت رياست پر ودانۍ ځانمرگى بريد وشو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نن غرمه ۱۲ بجې او ۱۰ دقيقې د يوې چاودنې غږ او ور پسې د سپکو وسلو د ډزو غږونه واوريدل شول. امنیتي ځواکونه د پېښې په ځای كې وايي، چې:
بريدكوونكي پېنځه تنه ول، چې يوه يې شاوخوا دولس بجې د ملي امنيت په دروازه كې ځانمرگى بريد كړى او نور د ملي امنيت د ساتونكيو له خوا وژل شوي دي.
د كابل امنيه كوماندان محمد ايوب سالنگي وايي، چې:
د پېښې په سيمه كې د چاوديدونكيو توكو يو ډك موټرد امنيتي ځواكونو له خوا شنډ شوى او په پېښه كې څوك نه دي وژل شوي.
د پېښې د كره مرگ و ژوبلې په اړه به بشپړ معلومات وروسته خپاره شي.