سیمه ییز خبرونه

په كابل كې د وزلوبې ۳۰ چاپندازان ملي لوبډلې ته غوره شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كابل كې د افغانستان د وزلوبې اتلولۍ ملي سيالۍ د درې سياليو په ترسره كيدو پاى ته ورسيدې.

په دې سيالۍ كې، چې د يكشنبې په ورځ (د مرغومي۳) تر سره شوې؛ د پنجشېر ولايت لوبډلې اتلولي وگټله، بدخشان دوه يم مقام خپل كړ او د كونړ او لغمان ولايتونو بيا په برابرۍ سره درېيم مقام خپل كړ.

دا سيالۍ، چې درې ورځې يې دوام وكړ، له اووه ولايتونو څخه په كې ۱۲۰ چاپندازانو برخه اخيستې وه.

د لوبې په پايله كې ۳۰ غوره چاپندازان ملي لوبډلې ته غوره شول.

د دې سياليو د ترټولو غوره چاپنداز لقب حاجي امين ته وركړ شو او د باميان لوبډلې بيا د اخلاقو كپ خپل كړ.

د يادونې وړده، چې وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده، چې هر كال په كې د هېواد چاپندازان د خپل اسپ پر مټ د ځواكمنۍ څرگندونه كوي.

Trending

Exit mobile version