انځوريز خبرونه

په كابل كې د ټينگو امنيتي تدابېرو لاندې مشورتي لويه جرگه پرانيستل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كابل كې څلور ورځنۍ مشورتي لويه جرگه د افغان ولسمشر حامد كرزي په وينا پرانستل شوه.

ولسمشر حامد كرزي په دې جرگه كې اوږدې خبرې وكړې او ويي ويل:

كه د كابل او واشنگتن تر منځ امنيتي هوكړه ليك لاسليك شو، له ۲۰۱۴م كال وروسته به په افغانستان كې له ۱۰زره څخه تر ۱۵ زرو بهرني سرتېري پاتې شي.

ده وويل، د دوه اړخيز امنيتي هوكړه ليك په متن كې د پاتې كيدونكيو بهرنيو سرتېرو پر قضايي صلاحيت تر اوسه هوكړه نه ده شوې.

ولسمشر د جرگې برخوالو ته د خپل امريكايي سيال بارك اوباما له خوا ده ته ور رسيدلى ليك هم ولوست، چې په خبره يې نن سهار(د لړم۳۰) ور سپارل شوى دى.

د اوباما پر لاسليك په دې ليك كې د دواړو لوريو تر منځ امنيتي هوكړه ليك مهم وبلل شو. د اوباما په ليك كې ويل شوي، امريكايي پوځيان له استثنايي حالاتو پرته د افغانانو كورونو ته نه شي دننه كيدلى.

ولسمشر كرزي وويل، امريكا غواړي په نهو سيمو كې اډې ولري.

ده وويل، دا سند كولى شي افغانستان ثبات ته ورسوي.

نوموړي وويل، دا امنيتي سند د لس كلونو لپاره دى.

نوموړي د دې سند په وړاندې د افغان حكومت عمده شرط په افغانستان كې د سولې ټينگښت وباله.

ولسمشر زياته كړه، د دې سند په اړه د سيمې له هېوادونو سره سلا مشورې شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه جرگه به د ۲۵۰۰ استازيو په گډون ۱۷ كتگورئ او ۵۰ كميتې ولري او له امريكا سره پر امنيتي همكاريو خبرې كوي، چې څلور ورځې به روانه وي.

Trending

Exit mobile version