سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د پسرلي لومړنى هنري جشن او نندارتون جوړ شو
د كابل په بابر بڼ كې د اطلاعاتو او فرهگ وزارت په نوښت د پسرلي هنري جشن او نندارتو جوړ او په كې د هېواد د څلور دېرش ولايتونو لاسې صنايعې نندارې ته وړاندې شوې.
يو شمېر فرهنگيانو په تېرو لس كلونو كې اطلاعاتو او فرهنگ وزرات پر كړنو نيوكې وكړې او زياته يې كړه، چې دغه وزارت ونه توانيد، چې د فرهنگې هڅو له لارې د خلكو تر منځ اړين يوالى را منځته كړي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزرات نشراتي معين دين محمد مبارز راشدي ادعاوې مني او تر سره شوې فرهنگي هڅې لږ بولي.
په دغه جشن او نندارتون كې د كتابونو، نقاشۍ او د هېواد د څلور دېرش ولايتونو لاسې صنايعو لپاره ځانگړې كړكۍ هم جوړې شوې دي.
د دغه جشن جوړونكي او گډونوال د دغه ډول جشنونو جوړول او نندارتونونو جوړول په هېواد كې د كتاب د مطالعې د دوديدو او د هېواد صنعتي ودې لپاره گټور بولي.
د لاسې صنايعو د نندارتون يو شمېر جوړونكې بيا لاسي صنايعو ته د دولت پر نه پاملرنه نيوكه كوي او يو شمېر نور بيا دغه جشن او ننداره د خپلو هنري او فرهنگې كارونو د ودې او پراختيا لپاره گټور بولي.
د ملي ائتلاف وياند فاضل سانچاركى بيا د حكومت له خوا د يو روښانه فرهنگي سياست پر نه شتون نيوكه كوي او وايي، چې په هېواد كې د بد فرهنگي وضيعت لپاره د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت گټور كارونه نه دي كړي.
د دغه جشن د جوړيدو يوازنۍ موخه په هېواد كې د نوروز د جشن او د كتاب د مطالعې دوديدل ښودل شوي دي.