سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د پلاستيكي كڅوړو د نه كارونې درې ورځنى كمپاين پيل شو
د عامې روغتيا وزارت له خوا د چارشنبې په ورځ(د وري ۱۴) د پلاستيكي كڅوړو د نه كارونې درې ورځنى كمپاين پيل شو.
د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي:
پلاستيكي كڅوړې د انسانانو روغتيا ته زيان اړونكي دي او په خاوره كې د پلاستيك د حل او جذب لپاره سلگونه كلونو ته اړتيا ده. د پلاستيكي كڅوړو پر ځاى بايد له تيكه يي او يا كاغذي كڅوړو استفاده وشي.
نوموړې زياتوي، د پلاستيكونو سوزول چاپېريال ككړوي، د زړه ناروغي، تنفسي ستونزې، د پوټكي سوروالى او زړه بدي هم را منځته كوي.
ميرمن دليل زياتوي، په پلاستيكي كڅوړو كې د گرمو خوراكي توكو ليږدول روغتيا ته زيان اړوي.
يو شمېر كابل ښاريان د عامې روغتيا وزارت له دې اقدام هركلى كوي او وايي، د پلاستيكي كڅوړو په ځاى تيكه يي او كاغذي كڅوړې گټورې دي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، د پلاستيكي كڅوړو نه كارونه به ژر شونې نه وي، خو دوى هڅه كوي، چې خلك د دغو كڅوړو پر زيانونو خبر او د استفادې كچه يې را ټيټه كړي.