سیمه ییز خبرونه
په كابل كې د گډ امنيتي او دفاعي تړونونو جزييات تر بحث لاندې ونيول شول
په افغانستان كي له ۲۰۱۴م كال وروسته د امريكايي ځواكونو د احتمالي پاته كيدو په اړه د ولسمشر كرزي له وروستو څرگندونو وروسته د امريكا او افغانستان چارو اكو د امنيتي تړون جزييات تر بحث لاندي ونيول.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول وايي:
ډېر مهم لومړيتوبونه زموږ په وړاندې پراته دي.
د نوموړي په وينا، د دواړو هېوادنو تر منځ دوه اړخيز امنيتي او دفاعي تړونونه د افغانستان او سيمې د ثبات او امنيت لپاره ډېر مهم دي.
د افغانستان او امريكا تر منځ د ستراتيژيكو همكاريو تړون تېر كال د غوايي په ۱۳ په كابل كې لاسليك او د ستراتيژيكو همكاريو د سند عملي كيدو پرلارو چارو د خبرو اترو لپاره گډ كميسيون جوړشو، چې لومړنۍ غونده يي په واشنگتن كې تر سره شوې وه.
په دوه يمه غونده كي، چي په كابل كي جوړه شوه؛ د امريكا د بهرنيو چارو وزارت مرسيتال ويليم برنز وويل، چې:
د افغانستان او امريكا تر منځ د ستراتيژيك تړون او د دوه اړخيز كميسيون ناستې ډېر مهم او له پرمختگونو سره مل دي.
هغه وويل، چې په افغانستان كي سياسي امنيتي او اقتصادي ليږد روان دى او مونږ له ۲۰۱۴م كال وروسته د امنيتي مسووليتونو د ليږد لپاره ژمن يو. اوسمهال په سلو كي نوي افغان امنيتي ځواكونه د عملياتو رهبري په غاړه لري، چې د كال تر پايه به په بشپړه توگه د ټولو عملياتو رهبري وكړي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويليم برنز ټينگار وكړ، چې:
د سياسي ليږد بهير د افغانستان د امنيت لپاره ډېرمهم دى. راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې رڼې او سراسري غواړو. د همدې لپاره مونږ د ټاكنو له بهير څخه ملاتړ كوو او د كوم نوماند له ملاتړ پرته به خپلو مرستو ته دوام وركړو .
كه څه هم تر اوسه د امنيتي تړون په اړه جزييات ندي اعلام شوي، خو د پنجشنبي په ورځ(د غويى۱۹) ولسمشر كرزي وويلي ول، چي امريكا غواړي په افغانستان كې ۹ پوځي اډې جوړې كړي.
.