تازه خبرونه

په كابل كې عبدالستار سيرت د سولې جبهې د جوړولو هڅې پيل كړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان يوه پېژندل شوې سياسي څېره عبدالستار سيرت په امريكا كې له ځينو ميشتو افغانانو سره گډ كابل ته راغلى او غواړي، چې د سولې ملي جبهه جوړه كړي.

ښاغلى سيرت په دې باور دى، چې د سولې په هڅو كې بايد د جگړې د ښكېلو غاړيو په ځاى بې پرې كسان وگمارل شي.

د ښاغلي سيرت اصلي موخه د دې جبهې له جوړيدو څخه سولې ته رسيدل دي؛ خو هغه غواړي، چې با نفوذه عناصر او د جگړې بې طرفه لوري په دې جبهه كې برخه واخلي.

دوه كاله مخكې د دې جبهې د جوړيدو غږ خپورشوى و؛ خو داسې ښكاري، چې دا ځل به عملي گام پورته شي.

ټاكل شوې ښاغلى سيرت په دې برخه كې له ځينو با نفوذه عناصرو سره خبرې وكړي.

سيرت د افغانستان يوه پېژندل شوې سياسي څېره ده، هغه په ۲۰۰۱م كال كې د بن كنفرانس مهم غړى و.

افغانستان ته نوموړى په داسې حال كې راٰځي، چې ټاكنې تر سره شوي او د دې تاكنو پر پايلو بحثونه روان دي.

كلونه كلونه كيږي، چې په افغانستان كې د سولې لپاره هڅې كيږي؛ خو په دې برخه كې هر ډول تر سره شوې هڅې تر اوسه ناكامه دي. و به كتل شي، چې په افغانستان كې به سوله د ده په مشرۍ او هڅو ټينګه شي او كه نه!

Trending

Exit mobile version