روغتيا
په كابل كې له سوزيدنې د مخنيوي لومړنۍ هڅې پيل شوې
په افغانستان كې د تېركال په پرتله د سوزيدنو په پېښو كې زياتوالى راغلى دى.
د افغانستان د عامه روغتيا وزارت وايي، چې:
د دغو پېښو دولس سلنه د ځان سوزونې پېښې دي، چي ښځو په كې د ځان وژنې هڅه كړې او نورې يې د بې كيفيته سون توكو د كارولو له لامله رامنځته شوې دي.
دغه وزارت د سوزيدنې د پېښو زياتيدل د بې كيفيته گازو او تېلو كارول او خرڅلاو، د كورنيو بې احتيا طي او كورنى تاوتريخوالى بولي.
د افغانستان د عامه روغتيا وزارت د سوزيدنې د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي لومړنى ملي كمپاين د سه شنبه په ورځ(د وږي په ۱۵) په كابل كې د استقلال له رو غتون پيل كړ.
د عامه روغيتا وزارت سرپرسته ثريا دليل وايي، چې:
اوس په ټول هېواد كې درې روغتونه لكه استقلال، اندرا گاندي او د هرات په ولايت كې د سوزيدليو درملنه كيږي.
نوموړې وايي:
په روان كال كي د تېرپه پرتله د سوزيدنې پېښې ډېرې شوي، چې له تېركال راپديخوا په دې روغتونو كې د سوزيدنې ۲۲ زره پېښې ثبت شوې دي.
د عامه روغتيا وزارت سرپرسته او په استقلال روغتون كې يو شمېربسترناروغان د دغو پېښو د رامنځته كيدو اصلي لاملو نه په هېواد كې د بې كيفيته سوند توكيو خرڅلاو او استفاده، د هغو په كارولو كې د كورنيو او اشخاصو نه پاملرنه او د گازاو پخلي د غيرمعياري وسايلو كارول بولي.
د عامه رو غيتا وزارت چارواكې وايي، چې:
له همدې كبله غواړي په ټولنه كې په دې اړه د عامه پوهاوي كچه لوړه كړي، چې ددغو پېښو شمېر لږ كړي.
د عامه روغتيا وزارت سرپرسته څرگندوي، چې:
د حج، اوقافو او پوهنې وزارتونو په همكارۍ به دا كمپاين عملي شي.
نوموړې وايي:
د ثبت شويو ارقاموله مخې په تېركال كې د سوزيدو له لامله ۲۳۴ تنو ژوند له لاسه وركړى دى.
د عامې روغتيا وزارت له رسنيو څخه غواړي، چې د سوند توكو د كارولو په اړه د خلكو د پوهاوي د كچې په لوړولو كې خپله ونډه ادا كړي