پرمختګ او بشپړتیا
په كابل كې له نشه يي توكو سره د مبارزې دوه يم څلور اړخيز كنفرانس تر سره شو
روسيه، پاكستان او تاجكستان له نړيوالې ټولنې غواړي، چې په افغانستان كې له نشه يې توكو سره په صادقانه ډول مبارزه وكړي.
د افغانستان له نشه يې توكو سره د مبارزي وزير ضرار احمد مقبل د روسيې، پاكستان او تاجكستان د نشه يې توكو له چارواكو سره په گډه ناسته كې وويل، چې:
د نشه يې توكو قاچاق او توليد يوازې له افغانستان سره تړاو نه لري؛ نړيواله ټولنه بايد يوازې افغانستان تر فشار لاندې رانه ولي.
په مسكو كې د افغانستان، پاكستان، روسيې او تاجكستان هېوادونو له نشه يې توكو سره د مبارزې د چارواكو له څلور اړخيزې ناستې وروسته د دوشنبې په ورځ د وږي په ۱۴د دغو چارواكو دوه يم كنفرانس د نشه يې توكو له كښت، ټوليد او قاچاق د مخنوي په موخه په كابل كې جوړ شو.
د افغانستان له نشه يې توكو سره د مبارزې وزير وايي:
طمع كيږي، چې تر راتلونكيو پېنځه كلونو به په افغانستان كې د نشه يې توكو كښت پنځوس سلنه راټيت شي .
د پاكستان له نشه يې توكو سره د مبارزې رييس عمومي ريس جنرال احمد حسن شكيل
وايي، چې:
نړيواله ټولنه دې له نشه يې توكو سره د مبارزې پربهيرله سره كتنه وكړي.
نوموړى ټينگار كوي ، چې:
سږ كال له نشه يې توكو سره د مبارزې په برخه كې ډېر كارونه تر سره شوي، خو هيله ده نړيواله ټولنه له نشه يې توكو سره د مبارزې پر بهير له سره كتنه وكړي او كه په دې برخه كې دقيق تصميم ونه نيول شي؛ نو په راتلونكې كې بايد لوى زيان په غاړه واخلو .
د روسيې، پاكستان، تاجكستان د نشه يې توكو سره د مبارزې چارواكو له نشه يې توكو سره د مبارزې په برخه كې د افغانستان د پېنځه كلن پلان ملاتړ وكړ او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې په دې برخه كې خپله مرسته او مبارزه جدي كړي .
د روسيې د نشه يې توكو ضد دولتي كميتې ريس ويكتور ايوانف څرگنده كړې، چې:
له دې سره سره، چې ميليارډ ډالر مو له نشه يې توكو سره د مبارزې په برخه كې ولگول، خو بيا مو هم د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودي او مونږ بايد په نړيواله كچه له افغانستان سره مرسته وكړو .
د تاجكستان له نشه يې توكو سره د مبارزې د ادارې رييس جنرال رستم شاه نظروف وايي:
د سلگونه كيلو گرامه نشه يې توكو نيول كيدل د دې لامل شوي، چې دا توكي د ترهگرو لاس ته ونه رسيږي او د دې تر څنګ ميليارډ انسانان هم په نشه يې توكو د روږدې كيدو له خطره په امان پاته شي . مونږ له نړيوالې ټولنې غواړو، چې په دې برخه كې خپله مبارزه گړندۍ كړي .
د افغانستان له نشه يې توكوسره د مبارزې وزارت د څېړنو له مخې هر كال په هېواد كې شاوخوا ۶۹۰۰ ټنه نشه يې توكي توليد يږي، چې ډېره گټه يې وسله والو طالبانو ته رسيږي .
د افغانستان له نشه يې توكو سره د مبارزې وزير وايي، چې:
وسله وال طالبان هر كال د نشه يې توكو د كښت له لارې ۱۵۰ ميليون ډالر تر لاسه كوي