سیمه ییز خبرونه

په كابل كې وسله والو مخالفينو پربېلابېلو سيمو وسله وال بريدونه كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امنيتي چارواكي وايي، چې:

څلور بريد كوونكيو په درېيمو مكروريانو كې د نيم كاره ديارلس پوړيزې ودانۍ ساتونكي وواژه او وسله وال ودانۍ ته پورته شول.

دغه راز د كابل لويديځ هم ځانمرگو بريدونو او چاودنو ولړزاوه.

وسله والو طالبانو د بريدونو مسووليت په غاړه اخيستى دى.

د سه شنبې(د وږي په ۲۲) ورځ يوه نيمه بجه د كابل سوله ييزه فضا ډزو او چاودنو  خړه پړه كړه.

د عيني شاهدانو په وينا:

وسله والو بريد كوونكيو د درېيمو مكروريانو په سيمه كې د عبدالحق څلور لارې ته څېرمه  له نيم كاره ديارلس پوړيزې ودانۍ څخه د امريكا پر سفارت، د آيساف ځواكونو پر كوماندانۍ، د وزير محمد اكبر خان سيمې او شش درك د سپكو او درندو وسلو بريدونه پيل كړل.

د رپوټونو له مخې په جگړه كې د پېنځه غټو چاودنو غږونه هم يو پر له پسې پورته شول.

دغه راز په ښار كې څو ملكي موټر هم زيانمن شوي او ولسي وگړيو ته هم زيان اوښتى دى.

امنيتي مسوولين وايي، چې:

په دې جگړه، چاودنو او ځانمرگو بريدونو كې د لومړنيو معلوماتو له مخې دوه پوليس وژل شوي او څلور ولسي وگړي ټپيان شوي دي.

د كابل امنيه كوماندان په داسې حال كې، چې د امنيتي ځواكونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جگړه روانه ده خبري رسنيو ته وويل، چې پوليسو دوه ځانمرگي وژلي او دوه نور له امنيتي ځواكونو سره مقاومت كوي.

د كابل په لويديځ كې د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د دهمزنگ په څلورلاري او د پوليسو د دوه سوه دوه يم  شمشاد زون كوماندانۍ مخې ته هم ځانمرگي بريدونه وشول.

له كورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې:

د وږي په ۲۲ له غرمې وروسته په درې بجو او لس دقيقو يو ځانمرگى هغه وخت د پوليسو لخوا وويشتل شو، چې غوښتل يې په دهمزنگ كې د عامه نظم پرلوا بريد وكړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې په دغه بريد كې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

له دې پېښې پېنځه دقيقې وروسته د حبيببيې ليسې مخې ته، چې د پوليسو دوه سوه دوه يم شمشاد زون كومانداني ده، ځانمرگى بريد وشو.

د كورنيو چارو وزارت وايي، چې:

په دغه بريد كې يو پوليس او يو ولسي وگړى ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو د بريدونو مسووليت په غاړه اخيستى او ادعا كوي، چې وسله والو يې په كابل كې د امريكا د سفارت تر څنگ پر څو پوځي ځايونو بريدونه كړي ، چې په كې كورني او بهرني سرتېري وژل شوي دي.

ويل كيږي ، چې د وسله والو درنده جگړه له ۲۰ گړيو وروسته په سيمه كې د ۳۰ تنو په مرگ و ژوبله پاى ته رسيدلې، خو خال خال سپكې ډزې كيږي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version