سیمه ییز خبرونه
په كابل كې يو كيلو اوبلن گاز پنځوس افغانۍ دى
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د سوداگرۍ وزارت او سوداگرۍ خونې په كابل كې د يوه كيلو اوبلن گاز بيه پنځوس افغانۍ ټاكلې ده.
د كابل د سوداگرۍ او صنايع خونې د عامل پلاوي رييس رحيم الله حميد وايي، چې:
دا پرېكړه د گازو د لويو شركتونو له مسوولينو سره په تفاهم شوې ده.
د افغانستان د نفتي توكو د تصدۍ رييس فريد الله شېرزى وايي:
كه گاز له ټاكلې بيې څوك په لوړه بيه وپلوري، عدلي ارگانونو ته به وسپارل شي.
كابل ښاريان د سوداگرۍ وزارت د دغې پرېكړې د عملي كيدو په اړه ډاډه نه دي او وايي: هغه كسان، چې په پرچون ډول گاز پلوري، پرېكړې په پام كې نه نيسي. اړينه ده، چې وڅارل شي.
په كابل كې دوه اوونۍ وړاندې د يوه كيلو اوبلن گاز بيه له پنځه شپېته څخه تر پېنځه اويا افغانۍ وه.