سیمه ییز خبرونه
په كابل كې پر نړيوالو مرستو د نظارت او انسجام نولسمه غوڼده جوړه شوه
افغان حكومت د توكيو له ناستې وروسته پر نړيوالو مرستو د نظارت او انسجام نولسمه غوڼده جوړه كړه .
د افغانستان د ماليې وزارت وايي:
افغانستان په راتلونكيو درې كلونو كې د څلور ملي پروگرامونو د پلې كولو لپاره شپږ اعشاريه څلور ميليارد دالرو ته اړتيا لري.
د دغه وزارت چارواكي وايي:
مرستندويه هېوادونو تر اوسه له دغو اړتياوو څخه د درې ميليارد دالرو ژمنه له افغانستان سره نه ده كړې.
په كابل كې د سه شنبې په ورځ(د سلواغې۲۴) د ماليې وزارت په مشرتابه پر نړيوالو مرستو د نظارت او انسجام نولسمه غوڼده جوړه شوه، چې په كې د افغان حكومت لوړ پوړيو چارواكو، د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي او د مرستندويه هېوادونو سفيرانو او استازيو برخه اخيستې وه.
د افغانستان ماليې وزير عمر زاخېلوال وايي، چې:
د توكيو له غونډې اته مياشتې وروسته افغانستان او مرستندويه هيوادونه د مرستو د تمويل او د هغوى د لگولو په اړه له دوه اړخيزو همكاريو راضي ښكاري.
د ماليې وزير زاخېلوال وايي:
د افغانستان حكومت به مرستندويه هېوادونو ته د اووه ملي پروگرامونو تگلارې، چې په هغو كې د افغانستان لومړيتوبونه په پام كې نيول شوي د تصويب له پاره وړاندې كړي:
د اوبو او طبيعي سرچينو د پراختيا ملي پروگرام يو اعشاريه اته ميليارده دالرو ته اړتيا لري، چې تر اوسه يې اووه سوه ميليون دالر د مرستندويه هېوادونو له خوا وركړ شوي.
د ملي توليداتو او كرنيز ماركيټ پروگرام يو اعشاريه يو ميليارد دالرو ته اړتيا لري، چې تر اوسه يې اته سوه پنځوس ميليون دالر د مرستندويه هېوادونو له خوا نه دي وركړ شوي.
د انرژۍ ملي پروگرام درې اعشاريه څلور ميليارد دالرو ته اړتيا لري، چې تر اوسه يې مرستندويه هېوادونو د يو اعشاريه څلور ميليارد دالرو ژمنه نه ده كړې.
د ښې او گټورې حكومتدارۍ پروگرام، چې يو سل و شپږ څلوېښت ميليون دالرو ته اړتيا لري؛ خو تر اوسه يې نهه دېرش ميليون دالر د مرستندويه هېوادونو له خوا نه دې وركړ شوي.
د مسووليتونو د ليږد پرمهال او له هغې وروسته د مرستو مديريت، د توكيو له ناستې وروسته د شويو پرمختگونو رپوټ او افغان امنيتي ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږد د بهير دوام نورې هغه تگلارې وې، چې په دغه ناسته كې د افغانستان د حكومت له خوا وړاندې شوې.
همدا راز د افغانسان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي يو ځل بيا ټينگار وكړ، چې نړيواله ټولنه او ملگري مليتونه به له ۲۰۱۴ ل كال وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركړي.
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي يان كوبيش په ډاگه كړه، چې:
په دې ورستيو كې د ملگرو ملتونو لوړ پوړيو چارواكو له افغانستان څخه زمونږ د ملاتړ د دوام د څرنگوالي په باب هم خبرې پيل كړي دي.
د ۲۰۱۲ زيږديز كال په جولاى كې توكيو د افغانستان لپاره د اقتصادي همكاريو د دوام د هغې مهمې غونډې كوربتوب وكړ، چې د نړيوالې ټولنې له خوا جوړه شوې وه. په دغه ناسته كې د افغانستان او نړيوالې ټولنې په غوښتنه د دواړو خواوو پر ژمنو د نظارت يو گډ بورد هم جوړ شو.
