سیمه ییز خبرونه
په كابل كې ځانمرگي درې بهرني سرتېري وژلي
په كابل كې د جمعې په ورځ(د مرغومي۶) ځانمرگي بريدگر د بهرنيو ځواكونو د كاروان درې بهرني سرتېري وژلي او شپږ ملكي وگړي ټپيان كړي دي.
له غرمې وروسته يو ځانمرگى بريد كوونكې، چې په كورلا ډوله موټر كې سپور و د كابل ښار په نهمه حوزه كې خپل ځان ته هغه وخت چاودنه وركړه، چې له سيمې څخه بهرني ځواكونه د تېريدو په حال كې ول.
عيني شاهدان وايي، چې د بهرنيو ځواكونو موټر پر سرك د تېردو په حال كې و، چې ځانمرگى بريد پرې تر سره شو.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د يادې پېښې پخلى كوي او زياتوي، چې په پېښه كې درې بهرني سرتېري وژل شوي او شپږ تنه ملكي وگړي، چې د پېښې له سيمې تېريدل ټپيان شوي دي.
آيساف ځواكونو هم د يوې خبرپانې په خپرولو په ياده پېښه كې د خپلو درې سرتېرو د وژل كيدو پخلى كړى دى.
همدا راز د وسلولو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته د يوې خبرپاڼې په استولو د پېښې مسووليت منلى او بهرنيو ځواكونو ته يې د درندې مرگ و ژوبلې د اړولو ادعا كړې ده.