سیمه ییز خبرونه

په كابل كې ۳۰۰ معلولينو ته حرفوي زده كړې برابريږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د نړيوال بانك په مالي مرسته غواړي په كابل ښار او د  كابل په څلور اړند ولسواليو كې ۳۰۰ معلولينو او معيوبينو ته په بېلابېلو برخو كې شپږ مياشتنۍ حرفوي زده كړې برابرې كړي.

د دې پروژې لګښت نږدې اته ميليونه افغانۍ كيږي، چې تړون يي د وزارت او يوه نادولتي بنسټ تر منځ  په كابل كې لاسليك شو.

د كارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزارت مرستيال او سرپرست واصل نور مهمند وايي:

معلولين او معيوبين د ټولنې محتاج قشر دى. مونږ غواړو، چې د حرفوي زده كړو له لارې دغه وگړي له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا كړو.

نوموړى زياتوي، هر كال د مهارتونو د پراختيا د ملي پروگرام له لارې زر كسان فارغيږي، چې نږدې اووه سوه يي معلولين او معيوبين دي.

د كار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د رسمي معلوماتو له مخې، په افغانستان كې نږدې يو نيم سل زره معلولين او معيوبين شتون لري، چې څه باندې يو نيم زر يي په دولتي ادارو كې پر دندو بوخت دي.

Trending

Exit mobile version