سیمه ییز خبرونه
په كابل يوې ښځې بهرنى سلاكار وژلى
د كابل په امنيه كوماندانۍ كې يوې ښحې يو بهرنى سلاكا د تومانچې په ډزو وژلى.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې:
دا بهرنى سلاكار د كابل د امنيه كوماندانۍ په دفتر كې د يوې ښځې له خوا په ډزو وژل شوى دى.
نوموړى زياتوي:
بريد كوونكې نيول شوې، خو تراوسه څرگنده نه ده، چې بريد كوونكې پوليسه ده او كه يې د پوليسو له جامو په گټه اخيستنه دا كار كړى دى.
سرچينه څرگندوي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې د جوزجان ولايت په قوش تپه كلي كې نن سهار يو سيمه ييز پوليس خپل پېنځه همكاران وژلي دي.
د جوزجان والي مرستيال فقیر محمد جوزجاني رسنيو ته ويلي، چې: دغه پېښه د جوزجان ولايت په قوش تپه سيمه كې رامنځته شوې ده.
د دغه ولايت امنيتي چارواكو په ډاگه كړې ، چې بريد كوونكي سيمه ييز پوليس له يو كال راپديخوا دنده تر سره كوله. په دې اړه څېړنې روانې دي.
طالبانو د دغې پېښې مسووليت په غاړه اخيستى او ادعا كوي، چې بريد كوونكى د دوى سړى و.
د يادونې وړ ده، چې په روان 2012 ز. كال كې پر بهرنیو او كورنيو پوځيانو بریدونه را پيل شوي دي. د همدې كال د فبرورۍ په ۲۵ د يو افغان سرتېري لخوا د دغه وزارت دوه لوړپوړي بهرني سلاكاران ووژل شول، دا لومړى ځل دى، چې د پوليسو په لباس كې يوه ښځه پر بهرني سلاكار ډزې كوي.