سیمه ییز خبرونه

په كابل ښار كې اشتهاري لوحې او بېلبوردونه په پرديو ژبو ليكل كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل ښار كې زياتره اشتهاري لوحې او بېلبوردونه په پرديو ژبه ليكل شوي ، چې يو شمېر ژبپوهان يې پرافغانستان د پرديو فرهنگي يرغل بولي او اندېښنه څرگندوي، چې::

دې حالت ته نه پاملرنه به د افغانستان رسمي ژبې زيانمنې كړي.

د اطلاعات او فرهنگ وزارت چارواكو دې مسئلې ته پرجدي پاملرنې ټينگار كړى دى.

ځيني ژبپوهان وايي، چې:

په افغانستان كې هڅه كيږي، چې په پرديو ژبو لوحې وليكل وشي. دې كار د افغانستان رسمي ژبې زيانمنې كړې دي.

ژبپوه افسر رهبين وايي:

د كابل په واړه، خو له گنې گوڼې ډك ښاركې انگليسي، اردو او په نورو ژبو ليكل شوې لوحې تر سترگو كيږي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مرستيال دين محمد مبارز راشدي او د كابل ښاروالۍ د فرهنگي څانگې رييسه راحله كوهستاني وايي، چې دوى د دغه كار د مخنيوي لپاره هڅې پيل كړي او سرغړوونكي د قانون منگولو ته وسپارل شي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت وايي، چې د افغانستان په رسمي ژبو د لوحو ليكل په زياترو ولايتونو كې له كومې ستونزې پرته عملي شوي؛ خو كابل ښاريان دغې مسئلې ته چندان پام نه كوي.

Trending

Exit mobile version