سیمه ییز خبرونه
په كابل ښار كې برېښنايي ستونزو خلك زيانمن كړي
د برېښنا رياست مسوولين وايي، چې:
دا ستونزه به ډېره ژر حل شي.
كارپوهان وايي، چې:
په بهرنيو هېوادونو تكيه لامل شوې، چې په كابل كې برېښنا ډاډمنه او دوامداره نه وي.
په كابل ښاركې برېښنا په داسې حال كې ټكنۍ شوې او خلك د برېښنا نوبت ته د ساعتونو په ځاى شپې شماري، چې د ژمي سړو څپو خلك له گڼو ستونزو سره لاس او گريوان كړي دي.
دوه اوونۍ كيږي، چې كابل ښاريان نه يوازې پخواني اليكينونه روښانوي، بلكې يو ځل بيا د اويايمې لسيزې په ياد له گڼو ستونزو او وېروونكيو شپو سره مخ دي.
په كابل كې د برېښنا له پرې كيدو سره نه يوازې، چې كورنۍ له تورتم سره مخ دي، بلكې له دې سره په ښار كې زياتره ورځني او اقتصادي كارونه هم ټكني شوي دي.
د تخنيك په دې نړۍ كې، چې ټولې كاروباري اړېكې برېښنا ته اړتيا لري، پر دغو اړيكو هم ناوړه اغېزه كړې ده.
دغه راز د برېښنا د پرې كيدو له كبله يو شمېر توليدي فابريكې هم له فعاليته لويدلي دي.
د افغانستان د دوايي خدمتونو ملي بنسټ رييس عبدالخالق ځاځى وايي، چې:
د برېښنا له پرې كيدو سره د درمل جوړونې فابريكې په سلو كې اويا له فعاليته لويدلي دي.
د برېښنا شركت رييس ميرويس عالمي د خلكو دغو ټولو اندېښنو ته په كتو وايي، چې:
دا ستونزه به ژرتر ژره حل شي.
نوموړى له كابل ښاريانو غواړي، چې:
له برېښنا څخه په سمه توگه كار واخئ، چې بيا له دغې ستونزې سره مخ نه شئ.