تازه خبرونه

په كابل ښار كې برېښنا ډېره ټكنۍ ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كابل كې د برښنا پرچاوۍ ښاريان له گڼو ستونزو سره مخ كړي او برښنا په ساعتونو نه وي. دا هغه څه دي، چې كابل ښاريانو يې له دولس كلونو وروسته تمه نه درلوده.

په كابل ښار كې د شپې لخوا د ښار په زياتره سيمو كې توره تياره وي.

په يو ويشتمه پيړۍ كې به داسې هيواد نه وي، چې پلازمېنه يې برښنا ونلري؛ خو كه وي كابل به وي.

يو څو ځوانان، چې تازه له سپورتي كلب راوتي دي، د برېښنا د ستونزې په باب خپل نظر داسې څرگندوي او وايي:

د شپې اته بجې او شل دقيقې دي، چې د كارته سخي تپه په تياره كې ډوبه ده. دلته او د ښار په نورو سيمو كې د برښنا د نه موجوديت له كبله د خلكو عادي ژوند په كړاو كې دى.

په ځينو سيمو كې خلك د برښنا لپاره كابو يوه شپه انتظار كوي؛ خو كله نا كله برېښنا د راتلو وعده هم ماتيږي.

د برېښنا شركت د نشراتو رييس وحيدالله توحيدي د برښنا د پرچاوۍ په اړه خپل استدلال كوي او وايي، چې تر راتلونكيو څو ورځو به دا ستونزه حل شي.

د ښار د څنډو او فقير ميشتو سيمو په پرتله ځيني مهمې او عصري سيمې له دوامدارې برښنا برخمنې دي.

امنيتي ستونزې او د برښنا پرچاوى په افغانستان كې د پانگونې په مخ كې د ستونزو په توگه پرتې دي.

ويل كيږي د افغانستان په بيا رغونه او امنيتي سكتور كې ۹۰۰ ميليارد دالر لگول شوي او زياتره پيسې له بهره افغانستان ته په وارداتي برښنا هم لگيدلي دي؛ خو اوس هم په پلازمېنه كابل كې د برښنا پرچاوي جدي ستونزه بلل كيږي.

Trending

Exit mobile version